دوشنبه, 29 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



تبصرې
شپني عملیات، وحشت او داعش ته کمپاین پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
سه شنبه 30 غبرګولی 1396 ساعت 04:09

د ننګرهار په غني خېلو کې ګډو ځواکونو شپني عملیات کړي، پنځه ملکي وګړي یې وژلي او پنځه نور چې هویت یې معلوم نه دی، له ځان سره بیولي دي. سیمه ییز خلک وايي چې وژل شوي ټول ملکي وګړي او د چرګانو د فارم مزدوران وو. د دغو عملیاتو موخه وسله وال طالبان ګڼل شوي، خو وژل شوي ټول ملکیان دي او د نیول شوو کسانو د هویت په اړه حکومتي ویاندویانو د پلټنو ...

 
د ټولکمال ولسمشر حکومتولي کوم لور ته روانه ده؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
دوشنبه 29 غبرګولی 1396 ساعت 03:31

تر ناامنۍ ورها خوا د حکومتي رهبرانو کمزوری مدیریت او په هر څه کې د قانون خلاف مداخله د دې لامل شوي چې حکومت ناکاره شي. که موږ نا امني او سیاسي ستونزې هېرې کړو، له بده مرغه په حکومت کې کمزوری مدیریت، ناسمه رهبري، فساد، د قانون خلاف کړنې، په هر څه کې د ولسمشر له او ملګرو له خوا یې مداخلې، ...

 
د امریکا نوې تګلاره؛ د وینو، وحشت او جګړې نوې نقشه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
يكشنبه 28 غبرګولی 1396 ساعت 04:12

د افغانستان په اړه د امریکا د نوې تګلارې څرکونه را ښکاره کېږي. افغانستان ته د ۴۳۰۰ نورو ځواکونو لېږل او پر جګړه ټینګار د دې ستراتیژۍ برخې دي. امریکايي چارواکو پر پاکستان د فشار اشارې هم ورکړې او ویلي یې دي چې نوې تګلاره به یې سیمه ییزه وي.

د اوسنیو او پخوانیو امریکايي چارواکو له خبرو ښکاري چې د افغانستان په اړه د امریکا نوې تګل ...

 
د امریکا په نوې تګلاره کې پر پاکستان فشار شته؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
چهارشنبه 24 غبرګولی 1396 ساعت 03:49

د افغانستان په اړه د ټرمپ د ستراتیژۍ په اړه لا هم وړاندوینه سخته ده. رسمي چارواکي په دې اړه کمې خبرې کوي. تازه د دې ستراتیژۍ په اړه د امریکا دفاع وزیر څرګندونې کړې دي، خو دا چې د دفاع وزیر نظر به سپینه ماڼۍ ومني او که نه، معلومه نه ده. د امریکا دفاع وزیر جی ...

 
د پاکستان پر وړاندې ناکامه تګلاره تکرارېږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
سه شنبه 23 غبرګولی 1396 ساعت 03:26

په کابل کې چارواکي له یو اړخه د پاکستان د منزوي کېدو ادعا کوي، له بل اړخه یې د پاکستان پر وړاندې چلند نرم شوی دی. په کابل کې له ټانکربم برید وروسته داسې تمه وه چې حکومت به د پاکستان پر ضد لا توند شي. د افغانانو هیله دا وه چې د کابل پروسې په غونډه او د شانګهای په سرمشریزه کې به ولسمشر د پاکستان پر ضد توندې خبرې وکړي. ان تمه وه چې ولسمشر ...

 
هلمند او ننګرهار؛ یو شان پېښې، خو متفاوت غبرګونونه پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
دوشنبه 22 غبرګولی 1396 ساعت 03:45

وړمه ورځ یوه افغان سرتېري په ننګرهار کې پر بهرنیو ځواکونو ډزې کړې دي او درې امریکایان یې  وژلي دي. د امریکايي پوځیانو په ځوابي ډزو کې یاد سرتېری هم وژل شوی دی. په یوه ورته پېښه کې وړمه شپه بهرنیو ځواکونو د هلمند نادعلي ولسوالۍ اړوند ترکو پېچ سيمه کې بهر ...

 
«ابتدامخکې12345678910وروستهانتها»

JPAGE_CURRENT_OF_TOTAL




مل پاڼې