پنجشنبه, 02 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د امریکا په نوې تګلاره کې د افغان شخړې هېره شوې حللاره پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
سه شنبه 31 زمری 1396 ساعت 02:46

د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلاره را څرګنده شوه. له اوږدو لانجو، ستونزو او اختلافونو وروسته ټرمپ د افغانستان په اړه خپله تګلاره په ډاګه کړه. په دې تګلاره کې د پخوا په شان پر پوځي حل او د ځواکونو پر زیاتولو تمرکز شوی دی.

امریکا لا هم فکر کوي چې د افغانستان جګړه باید وګټي، دوی لا هم د جګړې ګټلو هڅه کوي او وايي چې دا جګړه نه بایلي. دوی د بایللو او ګټو ترمنځ درېیم انتخاب هېر کړی. د دوی په تګلاره کې د سیاسي جوړجاړي په اړه داسې څه نشته چې د افغانستان ستونزه دې حل کړي. له همدې امله د ټرمپ نوې تګلاره یوازې جګړه او وحشت اوږدوي.

د امریکا له نوې تګلارې ښکاري چې په افغانستان کې به کلونه کلونه نوره هم جګړه وي؛ ځکه نه امریکا او نه هم وسله وال طالبان د ماتې په حال کې دي. دواړه لوري پر جګړه او خپلو اهدافو ته پر رسېدو ټینګار کوي. اوس چې دا خبره هم شوې چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو انتخاب له سره نشته، نو دا چاره به لا زیاتې جګړې ته لاه برابره کړي. اوس بحث یوازې د امریکا او طالبانو نه دی. بحث دا هم نه دی چې وسله وال طالبان دي او پاکستان یې ملاتړ کوي. اوس خبره دا ده چې ټوله سیمه په افغانستان کې د امریکايي حضور په اړه اندېښنه لري. په دوی کې ځیني له طالبانو سره نږدې اړیکې پالي او هغوی پر امریکا د فشار او یا د امریکا د ماتې لپاره د وسیلې په توګه کاروي.

د ایران او طالبانو اړیکې له چا پټې نه دي. وسله وال طالبان په ایران کې دفترونه لري، له ایرانه ورته پوځي او نورې مرستې راځي او مالي ملاتړ یې کوي. له روسیې سره د طالبانو اړیکې هم اوس له چا پټې نه دي. روسان او طالبان دواړه مني چې یو له بل سره اړیکې لري او دا اړیکې یې له ګډ دښمن سره د مبارزې لپاره دي. که څه هم دغه دښمن ډېری وخت داعش یادېږي، خو دواړه لوري امریکا هم د ګډ دښمن په توګه یادوي. داسې رپوټونه هم شته چې روسیه یوازې له طالبانو سره اړیکې نه لري، بلکې ملاتړ یې کوي او پوځي وسایل او تجهیزات ورکوي. دا هغه ادعاوې دي چې لا هم سپینې شوې نه دي. چین بیا محتاط سیاست لري، خو بیا هم په افغانستان کې د امریکايي حضور په اړه اندېښنې لري. دا ټولې هغه چارې دي چې د افغانستان جګړه پېچلې کوي. د افغانستان جګړه ورو ورو پر یوې سترې نیابتي جګړې اوړي. د روانې جګړې څرکونه داسې دي چې دلته به یو ځل بیا روس او امریکا سره مخ کېږي. دغه ځل به د سیمې نور هېوادونه هم د امریکا ضد جبهه کې ودرېږي.

د امریکا له خوا د سیاسي حل هېرول او پر جګړه ټینګار همدا معنا لري چې په افغانستان کې به پردۍ جګړه زور اخلي. افغانستان د سیمې د لا ګرمې نیابتي جګړې پر ډګر اوړي. که افغان ولس یو سراسري تحرک ونه کړي او د دې لوبې مخه ونه نیسي، د امریکا نوې تګلاره به افغانستان لا زیات د وحشت پر ډګر بدل کړي.

 

Addthis

 




مل پاڼې