پنجشنبه, 30 وږی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د پاکستان پر وړاندې د امریکا زغم ولې ختمېږي؟ پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
د مسیر ورځپاڼې د نن دریځ   
دوشنبه 16 زمری 1396 ساعت 03:22

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت مشاور مک‌ ماسټر وايي، سپینه ماڼۍ په تمه ده چې په ټوله کې د پاکستان د چلند او په ځانګړي ډول له افغان طالبانو د ملاتړ په برخه کې بدلونونه وویني. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې ډونالډ ټرمپ په ډاګه کړې چې له طالبانو او نورو ډلو هر ډول ملاتړ امریکا ته نور د زغم نه دی. مک ماسټر باوري دی چې که څه هم پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې درانه زیانونه ليدلي، خو د ترهګرۍ پر وړاندې چلند یې انتخابي و.

د پاکستان پر وړاندې د امریکا زغم رښتیا هم پای ته رسېږي؟

په ۲۰۱۷ کال کې دا خبره چې تر اوسه له وسله والو طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ امریکا زغملی دی، ډېره منطقي نه ښکاري. اوس ټول اسناد، شواهد او روان حالات دا ښيي چې له وسله والو د پاکستان ملاتړ د امریکا د تګلارې برخه وه. دا اوس سخته ده چې ووایو پاکستان د امریکا د غوښتنې او خوښې خلاف په افغانستان کې جګړه ګرمه ساتله، بلکې دا به کره وي چې ووایو پاکستان د امریکا په غوښتنه او خوښه په افغانستان کې جګړه ګرمه ساتله. په همدې وجه جګړه اوږده شوه، پراخه شوه، امریکا ته په کې د دایمي پوځي اډو جوړولو زمینه برابره شوه او جګړه د منځۍ اسیا تر پولو ورسېده. ښايي دا هماغه ستر اهداف وو چې امریکا غوښتل ورته ورسېږي.

د امریکا د پلان په دغه دویم پړاو کې به وسله وال له افغانستانه هغسې صادرېږي، لکه له پاکستان څخه چې افغانستان ته صادرېدل. پر همدغه بنسټ امریکا به په ظاهره پر پاکستان فشار راولي، وسله وال به افغانستان ته را اوړي، دلته به خوندي مرکزونه جوړوي او بیا به په دې ډول منځنۍ اسیا ته جګړه او جنګیالي صادرېږي. دا چې امریکا وايي چې نور په پاکستان کې د وسله والو خوندي پټنځایونه باید ختم شي، معنا یې دا ده چې باید وتړل شي، افغانستان ته را ولېږدول شي او دلته مرکزونه ورته جوړ کړل شي. داسې ښکاري چې د افغانستان خاوره به د جنګیالیو پر داسې مرکز بدلېږي، لکه کلونه چې پاکستان و. په ځانګړي ډول د افغانستان ځیني برخې به پر وزیرستان او قبایلي سیمو بدلېږي او وسله وال به صادروي.

پر پاکستان د امریکا فشار هېڅکله د سولې لپاره نه و، بلکې برعکس د جګړې د دوام او شدت لپاره و. له دې وروسته هم امریکا له پاکستان سره هېڅکله داسې چلند نه کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات سبب شي. له بده مرغه د امریکا کړنې او نوې تګلاره لا هم په افغانستان کې د جګړې پر شدت را څرخي. لا هم پلان په افغانستان کې د وحشت او جګړې دی. امریکا د همدې لپاره نوي ګامونه اخلي او د نوې تګلارې خبرې کوي.

د امریکا له اړخه د جګړې د دوام پلان دی، خو که زموږ حکومت همداسې تسلیم شوی وي او خلک جدي غبرګون ونه ښيي، د امریکا دغه پلان عملي کېږي. د جګړې او وحشت د دوام د مخنیوي لپاره باید ودرېږو، باید روانې جګړې ته "نه" ووایو.

Addthis

 




مل پاڼې