پنجشنبه, 30 وږی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د مسکو- واشنګټن خرابېدونکې اړیکې او پر افغانستان یې اغېز پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 10 زمری 1396 ساعت 03:43

د روسیې او امریکا اړیکې ترینګلې کېږي؛ امریکا پر روسيې تازه بندیزونه ولګول، دغه کار ته په غبرګون کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وايي، له دغه هېواده باید ۷۵۵ امریکايي ډيپلوماتان ووځي. د امریکا متحده ایالتونه د روسیې دا پرېکړه "خواشینوونکې" بولي او وايي، د مسکو د دې پرېکړې اغېز ارزوي او پر ځواب ورکولو غور کوي. مسکو د امریکا پر ضد د نورو ګامونو پورته کولو خبره هم کړې ده. له مسکو سره د ډونالډ ټرمپ له نږدې اړیکو سره سره، داسې ښکاري چې دواړه غاړې د لا زیات اختلاف لور ته روانې دي. له ټرمپ سره په امریکا کې د روسیې ضد فکر زیات شوی دی او اوس له روسیې سره د نږدې کېدو په تړاو د ټرمپ د هر ګام مخالفت کېږي. څه چې روښانه دي هغه دا چې اختلاف زیاتېږي، خو دا چاره پر افغانستان څه ډول اغېز کوي؟

اوکراین، منځنی ختیځ او افغانستان د امریکا او روسیې د سيالیو او ټکر ډګرونه دي. اوکراین او افغانستان تر منځني ختیځ هم مهم دي؛ ځکه چې د روسیې په لمن کې پراته دي. افغانستان تر اوکراین هم د لوبو او سیالۍ مهم ډګر دی؛ ځکه چې له یوه اړخه دلته امریکايي پوځیان او اډې یې دي او له بله اړخه داسې ویل کېږي چې داعش له دې لارې روسیې ته پر سرخوږي بدلېږي. له همدې امله تر بل هر ځای ډېر افغانستان د امریکا او روسیې د سیالۍ پر ډګر اوړي.

روسي چارواکي په ښکاره په افغانستان کې له امریکايي نظامي او استخباراتي حضوره اندېښنه لري. روسي چارواکو بیا بیا ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي اډو په اړه اندېښمن دي. روسي چارواکو دا خبره هم کړې ده چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه نه کوي، بلکې داسې ګامونه اخلي چې ترهګري پیاوړي کېږي. روسانو دا خبره هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول کړې ده چې امریکا د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي او داعش له دې لارې منځنۍ اسیا ته لېږدوي. امریکايي چارواکو په دې اړه کمې خبرې کړې دي، خو له طالبانو سره د روسیې پر اړیکو یې بیا بیا اندېښنه ښودلې ده. ان داسې ادعاوې هم شوې چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي.

له دواړو اړخونو په ادعاوو کې تر یوه بریده حقیقت شته؛ داسې څرکونه شته چې امریکا د افغانستان خاوره د سیمې پر ضد کاروي. دلته شته اډې یې د سیمه ییزو اهدافو لپاره دي چې د روسيې له ګټو سره ټکر لري. دغه راز له داعشه د امریکا د ملاتړ په اړه هم خبرونه شته چې په طبیعي ډول روسیې ته وېره پیدا کوي. همداسې له طالبانو سره د روسیې اړیکې هم له چا پټې نه دي. روسیه مخامخ او د ایران له لارې له طالبانو سره مرستې کوي او دا مرستې ښايي د وسلو او تجهیزاتو تر بریده رسېدلې وي. په دې ډول روسیه او امریکا په افغانستان کې د یوې نیابتي جګړې په پیل کې دي.

له بده مرغه دغو ټولو بدلونونو ته په پام سره زموږ حکومت غلی او بې حرکته دی. د یوه اړخ په لمن کې یې ځان غورځولی او داسې هڅه نه کوي چې دواړه لوري پرې باور وکړای شي او د یو لوري ملاتړی یې ونه ګڼي. افغانستان باید د سیالۍ پر ځای د همکارۍ ډګر شي، خو له بده مرغه د حکومت تګلارې افغانستان په شدت سره د نورو د سیالۍ پر ډګر بدلوي.

 

Addthis

 




مل پاڼې