شنبه, 29 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د کندهار والي: په چابهار بندر کې ۱۶۷ افغان سوداګرو پانګونه کړې ده پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 02 تله 1396 ساعت 04:08

زلمی ویسا چې تازه د ایران له سفره راستون شوی وايي، چابهار له سیمې سره د افغانستان د اتصال غوره ټکی دی. هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې ایران ته یې په خپل سفر کې د یاد هېواد له چارواکو سره پر دوه اړخیزو اقتصادي، پراختیايي او سوداګریزو اړیکو خبرې کړې دي. د زلمي ویسا په وینا، همدا اوس په چابهار بندر کې ۱۶۷ افغان سوداګرو پانګونه کړې او هلته یې بېلابېلې فابریکې، ګودامونه او نور جوړ کړي دي. د ده په خبره، ایران افغان سوداګرو ته ۲۵ سلنه تخفیف ورکوي، ځمکې او برېښنا په ډېره ټیټه بیه ورکوي او دغه راز راتلونکي ۲۰ کاله مالیه ورڅخه نه اخلي. والي وویل، د ایران له مشهد ښار څخه د افغانستان تر هرات ښار پورې یې د ۶۰ کیلومتره ریل پټلۍ څخه هم لیدنه وکړه چې چارې یې ۵۰ سلنه بشپړې شوي او په همدې ډول له ترکمنستان هم د ریل پټلۍ غځول کېږي او دواړې په هرات کې سره یو ځای کېږي. د دې تر څنګ والي یادونه وکړه چې له چابهار بندر څخه د نیمروز تر ملت بندر پورې د ۱۷۰۰ کیلومتره په واټن سړک جوړېږي چې افغان سوداګر کولای شي خپل تجارتي توکي هند، عربي هېوادونو او نورې نړۍ ته ولېږدوي او په ورته توګه له هغو هېوادونو واردات وکړي.

Addthis

 




مل پاڼې