پنجشنبه, 02 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د افغانستان د مېوې صادرات اته سلنه لوړ شوي دي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 23 وږی 1396 ساعت 11:12

له افغانستانه نورو هېوادنو ته د میوو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د افغانستان د تازه مېوو صادرات د تېر کال د ورته وخت پرتله اته سلنه ډېره شوي دي. د چارواکو په وینا، د صادراتو د کچې د زیاتوالي لامل دا دی چې د افغانستان او هند ترمنځ هوایي دهلیز رامنځته شو او پاکستان هم سږ کال د افغان مېوې د ټرانزېټ پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړل. د مسوولینو په خبره چې سږ کال ۹۰ زره ټنه انگور، انار او زردالو بهر ته استول شوي، چې د تېر کال پرتله اته سلنه زیاتوالی ښيي. د سوداګرۍ خونې د صاراتو مسوول میرزمان پوپل له هند سره د افغانستان د هوایي دهلیز رامنځ ته کېدل د میوو د صادراتو د زیاتیدو اصلي لامل بولي.

Addthis

 




مل پاڼې