دوشنبه, 29 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په هرات کې د اوبو یو نوی بند جوړېږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 21 وږی 1396 ساعت 12:09

د هرات په اوبه ولسوالۍ کې د اوبو د یوه نوي بند د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د هرات د کرنې رییس وایي، چې دا بند په اوبه ولسوالۍ کې جوړېږي او لګښت یې نړیوال بانک ورکوي. ده زياته کړه چې پر ياد بند دوه اتيا ميلونه افغانۍ لګښت راځي او د جوړيدو چارې به يې په دوو کلونو کې بشپړي شي. د نوموړي په وينا د دې بند په جوړيدو سره به زر هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه او هم به د زيانمنونکو سيلابونو د راوتلو مخه ونيول شي. نوموړي همدا راز وويل چې اوس مهال د کرني رياست له لوري په هرات کې د دوه سوه ميلونه افغانيو په ارزښت يو شمير نورې پروژې هم تر کار لاندې دي او چارې يې په نژدې راتلونکي کې د بشپړيدو په حال کې دي. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې د اوبو بندونو جوړل به په هرات کې د زراعت برخې ته وده ورکړي او په وينا يې نوموړی ولايت به په دې برخه کې پر ځان د بسايني جوګه وګرځوي.

Addthis

 




مل پاڼې