دوشنبه, 29 لړم 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



افغان حکومت: هند دې د چابهار بندر د پراختیا چارې چټکې کړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 21 وږی 1396 ساعت 08:12

افغان حکومت له هند وغوښتل چې د ایران د چاه بهار بندر د پراختیا چارې چټکې کړي. دا غوښتنه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په نوي ډیلي کې له هندي چارواکو سره په کتنه کې کړې ده. د چاه بهار بندر له یوې خوا د پاکستان پر کراچۍ بندر د افغانستان اتکا پای ته رسوي او له بلې خوا هند ته دا موقع ورکوي چې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د پاکستان له اړتیا پرته سوداګري او راکړه ورکړه وکړي. پاکستان د خپلې خاورې له لارې افغانستان ته د هندي تجارتي مالونو له صادرېدو سره مخالفت کوي. د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د راپور پر بنسټ تېر کال هند د چاه بهار بندر د پراختیا او له دې بندره تر افغانستان پورې د رېلارې د جوړېدو لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو ژمنه وکړه.

Addthis

 




مل پاڼې