پنجشنبه, 30 وږی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



اپل ايفون ۸ نندارې ته وړاندې کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
سه شنبه 21 وږی 1396 ساعت 03:49

اپل په پام کې لري چې خپل نوي توليدات (ایفون ۸، ټلوېزيون او ځيرک لاسي ساعت) نندارې ته وړاندې کړي چې په همدې موخه يې خپلو يو شمېر پېرونکو ته بلنليکونه هم استولي دي.

تمه ده چې د اپل نوي توليدات به نن ننداري ته وړاندې شي. هغه څه چې د اپل د نويو توليداتو په منځ کې به د ټکنالوژۍ د ډېرو مينه والو پام ځان ته ور واړوي، د اپل د ځيرک موبايل اتم ماډل (iPhon8)، مخ پېژندونکې او د درې بعدي انځور اخيستنې وړتيا لرونکې کمره د يادولو وړ دي.

له بلومبرګه را رسېدلي خبرونه وايي، چې په دغه نندارتون کې به اپل د اووم ايفون نوي وېرژنونه او دغه راز بې سيم چارجرونه هم ننداري ته وړاندې شي. سربېره پر دې ويل شوي، چې اپل به خپل نوی 4K رېزولېشن لرونکی ځيرک ټلوېزيون او تر ليرې واټنه له ځيرک موبايل سره د بلوتوت له لارې تړل کېدونکی لاسي ساعت هم نندارې ته وړاندې کړي.

دغه نندارتون ته د Mac د مينه والو هم ډېره تمه ده چې ښايي نوي وېرژنونه يې نندارې ته وړاندې شي.

اپل به خپل نوي توليدات د لومړي ځل لپاره د دغه شرکت د بنسټګر سټيو جابز په نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي، چې تمه ده له تاوده هرکلي سره به مخ شي.

 

Addthis

 




مل پاڼې