پنجشنبه, 30 وږی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



ویسا: چابهار بندر د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره ډېر مهم دی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
دوشنبه 20 وږی 1396 ساعت 06:14

چابهار د افغانستان په اقتصادي وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي. د کندهار والي زلمي ویسا د چابهار بندر له چارواکو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې ددغه بندر په فعالېدو سره به افغان سوداګري وده وکړي او د افغانستان سوداګر به د نړۍ په سوداګرۍ کې مهمه ونډه واخلي. زلمي ویسا ویلي چې دمګړی په چابهار بندر کې د ۱۶۰ شرکتونو فعالیت د افغانستان لپاره ښه زېری دی. نوموړي له یادو چارواکو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې ددغه بندر د پراختیا لپاره باید هڅې لا ډېرې شي او د سوداګرۍ قوانین او شرایط دې آسانه کړل شي. د زلمي ویسا په وینا څومره چې د سوداګرو لپاره قوانین آسانه کېږي په همدې کچه پانګونه ډېرېږي او لا ډېر خلک پانګونې ته زړه ښه کوي. ایراني اړخ هم کندهار ته د سفر پر مهال په دغه بندر کې د فرصتونو او ستونزو په اړه د کندهار له والي سره خبرې کړې دي او دواړو لورو د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.

Addthis

 




مل پاڼې