افغانستان http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan Wed, 20 Sep 2017 18:19:03 +0000 Joomla! 1.5 - Open Source Content Management fa-ir وکیلان: د امریکا ستراتيژۍ او د ولسمشر څرګندونو ته ډېره خوشبیني نه ده په کار http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14017-2017-09-20-07-17-05 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14017-2017-09-20-07-17-05 د ولسي جرګې ځينو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې په ملګرو ملتونو کې د ولسمشر د پرونیو څرګندونو او د پاکستان پر وړاندې د هغه له دريځ ملاتړ وکړ، خو زیاته یې کړه، چې دغو څرګندونو ته ډېره خوشبیني نه ده په کار. د وکیلانو په وینا افغان ولسمشر تر دې وړاندې هم دغه ډول دريځ نیولی دی، نو ښه به وي، چې عملي پایلو ته تم شو. خو د ولسي جرګې ځینو نورو غړو بیا د ولسمشر دريځ بې سابقې وباله او د هغه هر کلی یې کړی دی. د وکیلانو په وینا ولسمشر هغه څه وویل، چې باید ویلي یې وی او په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان ځای او دريځ روښانه او قوي کړ. ولسمشر تېره ورځ د ملګرو ملتونو په غونډه کې له پاکستان د سولې غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې ترهګر به ارو مرو د خپلو ملاتړو لمن سیځي. د ولسمشر په وینا ترهګر او ملاتړي یې د جګړو له لارې خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Wed, 20 Sep 2017 07:16:43 +0000
ولسمشر غني: د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو پر وړاندې دې جدي اقدام وشي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14014-2017-09-20-05-14-55 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14014-2017-09-20-05-14-55 افغان ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې شته ترهګرې ډلې د ټولې نړۍ لپاره خطر وبللې. نوموړي د ملګرو ملتونو په عمومې اسمبلې کې د وینا پر مهال وویل، چې ۲۰ ترهګرې ډلې پر افغان خاوره فعالیت کوي او دا ډلې نه یوازې افغانستان او سیمې ته خطرناکې دي بلکې ټولې نړۍ ته خطرونه متوجه کولی شي. ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو پر وړاندې دې جدي اقدام وشي او دوی دې په دې پوه شي چې ترهګري او جګړې یوه ورځ ددوی لمنې ته رسېږي. ولسمشر همدا راز افغان ځواکونه هغه پوځيان وبلل، چې له ترهګرۍ د نړۍ د ساتلو لپاره په لومړۍ کرښه کې جګړه کوي. هغه همدا راز د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ د تګلارې هر کلی وکړ او زیاته یې کړه، چې دې تګلارې د افغانستان او نړۍ تر منځ د اړیکو نوی باب پرانیستی دی. نوموړي همدا راز پر پاکستان غږ کړی، چې له افغانستان سره دې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره یوه هر اړخیز بحث ته داخل شي. ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي او له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي. د نوموړي په وینا، په افغانستان کې دایمي ثبات یوازې د مذاکراتو او ديپلوماتکو لارو راتلی شي، نو ددې اړتیا ده چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کیني.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Wed, 20 Sep 2017 05:14:21 +0000
د کابل چاپ نننۍ ورځپاڼې: http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14013-2017-09-20-05-13-47 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14013-2017-09-20-05-13-47 هارټ آف ایشیا (Heart Of Asia) :

ورځپاڼې په خپل لومړني خبر کې، د کابل کندهار د لویې خرابوالي ته اشاره کړې ده او وايي، چې په دې مسیر سختې ستونزې خلکو ته را ولاړې شوې دي. د ورځپاڼې د راپور له مخې دا لار د افغانستان یوه ستره سوداګریزه لار ده او حکومت ته په کار ده چې پام ورته وکړي. همدا راز په سرلیکنه کې بیا وايي، چې حکومت غواړي د افغان پوځ په چوکاټ کې د محلي پولیسو په څېر محلي پوځ جوړ کړي، چې دا د تېر حکومت تېروتنه ده او د ملي یووالي حکومت دې له یادو تېروتنو تجربه واخلي.

ویسا:

په کابل کې خپرېدونکې ورځپاڼې د پښتونخوا د مشهور سیاستوال اسفندیار ولي خان څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې وو، د امریکا نوې تګلاره د افغانستان او پاکستان د تباهۍ لامل ګرځي. همدا راز په سرلیکنه کې وايي، امریکا به تر هغه په افغانستان کې حضور ولري، چې ددوی ګټې خوندي شي. د لیکوال په خبره همدا چې د امریکا ګټې په افغانستان کې ختمې شوې بیا نه افغانستان ورته مهم دی او نه افغانان.

مسیر:

ورځپاڼه په خپل یوه خبر کې لیکي، چې د کابل-کندهار لویه لار بیا رغونې ته اړتیا لري، خو حکومت ورته هېڅ ډول توجه نه ده کړې. په سرلیکنه کې بیا وايي، چې ملګري ملتونه ناچله دروغ دي او یوازې د سترو قدرتونو ګټې تامینوي. د لیکوال په وینا ملګرو ملتونو تل د سترو قدرتونو له لوري پر وړو او کمزورو هېوادونو یرغلونو او ظلمونو ته توجیه جوړه کړې ده.

انصار:

د ورځپاڼې په یوه خبر کې راغلي، چې افغانان د امریکا د ستراتيژيکو موخو په لار کې قرباني شول. ورځپاڼې ته د مخکیني حکومت چارواکي کریم خرم ویلي، چې امریکا له افغانستان د خپلې نظامي اډې په څېر استفاده کوي.

ماندګار:

ورځپاڼې هم ګڼ خبرونه را اخیستي دي. همدا راز یې تر څنګ په سرلیکنه کې د محلي پوځ جوړولو ته اشاره کړې ده او وایي چې په دې سره به افغان حکومت یو ځل بیا تېرې تېروتنې تکرار کړي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Wed, 20 Sep 2017 05:12:47 +0000
د کابل- کندهار لویه لاره بیارغونې ته اړتیا لري، خو حکومت ورته پام نه کوي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14008-2017-09-20-05-06-49 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14008-2017-09-20-05-06-49 د کابل- کندهار لويې لارې خرابوالي د سویلي ولایتونو اوسېدونکو او پر دې لارې تلونکو مسافرو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي. دغه لاره چې د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته د یوې سترې بنسټیزي پروژې په توګه بيا ورغول شوه، اوس يې د پلونو او پلچکونو په ګډون د ناامنۍ او عدم مراقبت له امله ډېرې برخې وېجاړې شوي دي. موټر چلوونکي وایي د سړک خرابوالي يې پر دې لاره سفر تر پخوا اوږد کړی دی.

د کابل-کندهار لویې لارې یو موټر چلونکی احمدالله وايي، په هغو کلونو کې چې سړک نوی بيارغول شوی و، په شپږو ساعتونو کې له کابله تر کندهاره رسېدل؛ خو اوس یې پر دې لاره سفر لس ساعته وخت اخلي. هغه زیاتوي چې د ماینونو او جګړو له کبله پر سړک سربېره د دې لویې لارې ډېری پلونه هم نړېدلي دي.

د وردګو د ولایتي شورا غړی حاجي وحیدالله اکبرزوی وايي، په وردګو کې د کابل-کندهار لویې لارې په اوږدو کې ځای ځای د بهرنیو ځواکونو اکمالاتي کاروانونه سوځول شوي، چې له امله يې د سړک ډېره برخه هم خرابه شوې ده.

هغه مسير ورځپاڼې ته وویل:

"په اوسط ډول په هرو دریو کیلومترو کې دغه سړک یو جمپ لري او یا په بم الوزول شوی"

اکبرزوی وايي، که تر اوسه د دې لارې د بیارغونې په نوم پیسې هم اخیستل شوې وي، نو په بډه وهل شوې او د سړک پر بيا رغونه نه دي لګول شوې.

د ده په وینا، د کابل- کندهار لویه لاره نیمايي افغانستان له پلازمېنې کابل سره نښلوي، له همدې کبله یې بیارغونې ته د دولت او مرستندویانو پاملرنه اړینه ده.

د چلوونکو او مسافرو لپاره پر ستونزو سربېره د سړک خرابوالي، د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو منسوبينو ته هم سرخوږی جوړ کړی او د هغوی د مرګ ژوبلې کچه یې لوړه کړې ده، ځکه مخالفین د سړک په خرابوو شویو ځایونو کې ماینونه خښوي او کله چې د افغان ځواکونو موټر دغو ځایونو ته خپل سرعت کموي، ماینونه پرې الوزول کېږي.

د ولسي جرګې غړې ارین یون وایي، د لویو لارو د بيارغونې په ګډون ډېر لومړیتوبونه دي، چې حکومت له پامه غورځولي دي.

د هغې په وینا لومړی خو د دې لارو د رغولو په قراردادونو کې فساد شوی، ځکه هغه کمپنۍ چې دغه سړکونو جوړوي باید تر دېرشو کلونو د سړک د ترمیم مسوولیت پر غاړه ولري چې د ټیټ کیفیت له کبله خرابېږي.

د مېرمن یون په وینا د افغانستان ډېری لویې لارې د ټیټ کیفیت له امله بېرته خرابې شوې او حکومت یې په غبرګون کې یو شرکت هم تر ګرېوان نه دی نیولی. دا وايي د لوړ تناژ په تلو «ترازوګانو» کې فساد هم د لویو لارو خرابېدو ته زمینه برابره کړې ده، ځکه تر اندازې ډېر بار شویو موټرو ته د تګ اجازه ورکول کېږي.

څو اوونۍ وړاندې د زابل والي بسم الله افغان مل ویلي وو، چې د کابل-کندهار لویې لارې ۱۷۰ کیلومتره یې ویجاړه شوې، چې لویه برخه یې په زابل ولایت کې ده. افغان مل ویلي وو، د لويې لارې د خرابیدو اصلي لامل په ټیټ کیفیت د دغه سړک جوړېدل او بیا د سړک غاړې ماینونه او درانه بارونه دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد مهدي روحاني مسیر ورځپاڼې ته وویل، چې دوی د ټول هېواد د لویو لارو د ساتنې او مراقبت څانګې لري او هغه لویې لارې چې خرابېږي د رغېدو لپاره یې اقدام کیږي. هغه د کابل - کندهار د لویې لارې د مراقبت او بيارغونې په اړه ډېر جزیات وړاندې نه کړل.

 

]]>
hameedwardak20@gmail.com (نن په مسیر ورځپاڼه کې) افغانستان Wed, 20 Sep 2017 05:05:03 +0000
۴۱سلنه عام امریکایان په افغانستان کې له امریکایي حضور سره مخالفت دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14006-2017-09-19-11-16-44 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14006-2017-09-19-11-16-44 د هیل نشریې د راپور له مخې یوه نظر پوښتنه ښيي چې ۴۱ سلنه امریکایان په افغانستان کې د واشنګټن له نظامي حضور سره مخالف دي. د نظر پوښتنې پر بنسټ لیکل شوي، چې ۴۵ سلنه امریکایانو په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور ملاتړ کوي، ۴۱ سلنه خلکو د رد رایه ورکړې ده او پاتې ۱۴ سلنه بیا په دې اړه هیچ نه دي ویلي. دا نظر پوښتنه همدا راز ښيي چې جمهوري غوښتونکي تر دیمکراتونو د افغانستان په اړه د ټرمپ د برنامو ډېر ملاتړ کوي.  په نظر پوښتنه کې ۲۴ سلنه امریکایان باوري دي، چې امریکا د افغانستان په جګړه کې بریالۍ ده، خو تر څنګ یې ۴۰ سلنه امریکایان په دې باور دي چې امریکايي ځواکونه به افغان جګړه بایلي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Tue, 19 Sep 2017 11:16:06 +0000
ایراني پولیسو افغان کډوال په نښه کړي او وژلي دي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14005-2017-09-19-11-15-56 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14005-2017-09-19-11-15-56 افغان چارواکو ویلي، چې ایراني پولیسو د دې هېواد په شیراز ولایت کې هغه مهال پر افغان کډوالو ډزې وکړې، چې غوښتل یې پلازمینې تهران ته لاړ شي. د تخار ولایت د والي ویاند سنت الله تیمور ویلي، د تخار یو شمېر اوسیدونکي چې په ناقانونه توګه ایران ته تللي وو، په یاد هېواد کې د پولیسو لخوا په ډزو وژل شوي دي. سنت الله تیمور د وژول شوو کسانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د تخار د اوسیدونکو په خبره چې ایراني پولیسو د دې ولایت ۱۵ کسه ځوانان وژلي دي. یوې بلې سرچینې بیا ویلي، په یاده پېښه کې ۲۳ افغانان د ایراني پولیسو لخوا وژل شوي دي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Tue, 19 Sep 2017 11:11:25 +0000
جان الن: ښايي امریکا د شپاړسو نورو کلونو لپاره هم په افغانستان کې پاتې شي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14004-2017-09-19-03-53-48 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14004-2017-09-19-03-53-48 پخوانی امریکایی لوړ پوړی پوځي چارواکی جان الن وايي، د ټرمپ نوې تګلارې ته په کتو ښايي امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د ۱۶ یا تر دې د لا ډېرو کلونو لپاره پاتې شي. هغه ویلي، ټرمپ د اوباما پر خلاف چې په افغانستان کې یې د امریکايي خواکونو ماموریت ته د پای ټکی مشخص کړی و، نه دی مشخص کړی. د الن په خبره په دې توګه کېدای شي امریکايي ځواکونه په افغانستان کې خپل نظامي حضور د خپلې خوښې تر مودې پورې وغځوي. الن زیاته کړې چې ټرمپ کولی شي په دې توګه د افغانستان په سوله او ثبات کې خپله ونډه واخلي او تر هغه پورې هلته نظامي حضور ولري، چې افغان حکومت پیاوړی شوی نه وي. نوموړي په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې موږ به د جنوبي کوریا په څېر ډیموکراسي په افغانستان کې را نه وستی شو، خو دا کار کولی شو، چې اوسنی افغان حکومت له ماتې وساتو او د یوه سخت دریځه حکومت د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړو.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Tue, 19 Sep 2017 03:53:29 +0000
د بلک هاک الوتکو لومړۍ جوپه کندهار ته را ورسېده http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14003-2017-09-19-03-53-21 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14003-2017-09-19-03-53-21 امريکا افغانستان ته د بلک هاک هليکوپترو د ليږد بهير رسما پيل کړ او لومړۍ جوپه يې را وليږل شوه. افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د دغه الوتکو دوه باله پرون د کندهار هوايي ډګر ته راورسيدې. خبرپاڼه وايي چې يادې هليکوپترې به ډېر ژر د افغانستان هوايي ځواک ته رسما وسپارل شي. غوڅ ملاتړ ويلي چې له دې الوتکو سره به افغان هوايي ځواک پياوړی او له ځمکنيو قوتونو سره به خورا ګټور او د مخالفينو په ځپلو کې به موثر تمام شي. ټاکل شوې وه چې د يو تړون له مخې امريکا د افغانستان هوايي ځواکونو ته روسي (MI-17) هليکوپترې واخلي خو د روسيې او امريکا ترمنځ د اړيکو تر ترينګلي کېدو وروسته دغه تړون لغوه او امريکا د افغان هوايي ځواک لپاره د(UH-60s) هليکوپترو په پيرولو پيل وکړ. ټاکل شوې چې امريکا دغه ډول يو سل او نهه پنځوس (UH-60 Black Hawks) هليکوپترې افغانستان ته ورکړي. امريکا همدا راز په خپله نوې بوديجه کې د افغان هوايي ځواک د پياوړي کولو لپاره د سلګونو ميلونو ډالرو منظوري هم ورکړې.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Tue, 19 Sep 2017 03:52:54 +0000
افغانستان ته به تر درې زرو هم ډېر سرتېري لېږل کېږي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14002-2017-09-19-03-52-43 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14002-2017-09-19-03-52-43 د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس وايي، د هغو سرتېرو ډېره برخه یې افغانستان ته پر لار ده، چې د ټرمپ د نوې تګلارې له مخې باید یاد هېواد ته ولېږل شي. متیس یو ځل بیا افغانستان ته د رالېږل کېدونکو پوځيانو شمېر په ډاګه نه کړ، خو زیاته یې کړه، چې ښایي تر ۳ زرو ډېر پوځیان افغانستان ته ولېږي. نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې د سرتېرو د لېږلو او تنظیم منظم کارونه روان دي او په نږدې راتلونکې کې به ټول پوځيان افغانستان ته ولېږل شي. ددفاع وزیر دا هم په ډاګه نه کړه، چې ډېری سرتېري به په کومو برخو کې ځای پر ځای کېږي او په دې اړه یې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې تر دې ډېر معلومات نه شریکوم او نه غواړم له دښمن سره مرسته وکړم.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Tue, 19 Sep 2017 03:52:22 +0000
جګړو، یوازې په اګسټ میاشت کې تر ۵۱ زره ډېر افغانان بې ځایه کړي http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14001-2017-09-19-03-52-02 http://www.spogmairadio.af/spogmai-news/afghanistan/14001-2017-09-19-03-52-02 د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان عیسوي کال په اګست میاشت کې د جګړو له امله ۵۱ زره او ۵۰۰ افغانان له خپلو سیمو بې ‌ځایه شوي دي. په راپور کې راغلي چې دغه شمېر افغانان په پنځو ولسوالیو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د دولت د وسله ‌والو مخالفینو ترمنځ د نښتو له امله بې‌ځایه شوي دي. د راپور له مخې، تر ټولو ډېرې کورنۍ، په غورماچ او بالامرغآب ولسوالیو کې د خپلو اصلي سیمو پریښودو ته اړ شوې دي. د دغې ادارې د شمیرو پر بنسټ، د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې ۲۱زره، د بادغیس ولایت په بالامرغآب ولسوالۍ کې ۱۴ زره او د پکتیا ولایت په جان‌خیلو ولسوالۍ کې ۷۷۰۰ افغانان په اګست میاشت کې بې‌ځایه شوي دي. د اوچا رپوټ دغه راز ښيي، چې په دې موده کې ۵۳۰۰ کسه د غور ولایت له تیورې ولسوالۍ څخه او ۳۵۰۰ کسه نور د پکتیکا ولایت له ګومل ولسوالۍ بې‌ځایه شوي دي.

]]>
hameedwardak20@gmail.com (سپوږمۍ راډیو) افغانستان Tue, 19 Sep 2017 03:51:35 +0000