سه شنبه, 28 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



خوګیاڼی: پاکستاني ځواکونه په ننګرهار کې له کرښې نه دي را اوښتي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 28 لړم 1396 ساعت 10:18

د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت وایي، پاکستاني ځواکونه د دې ولایت په سرحدي ولسوالیو کې سلګونه متره له کرښې دیخوا راغلي دي. دور بابا، مهمنددره او لعلپوره د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي، چې پاکستاني ځواکونه په کې له کرښې دېخوا راغلي او د اغزن سیم په غځولو یې لاس پورې کړې دی. د ننګرهار د ولایتي شورا رییس ویلی، که افغان حکومت د دغه ډول خپلسریو مخه ونه نیسي ځایي خلک به لاس په کار شي او پاکستاني ځواکونو ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي. د دې ولایت د ولایتي شورا بل غړی جاوید زمان غمشریک هم له افغان حکومت څخه غواړي، چې د پاکستاني ځواکونو د لاس وهنې مخه ونیسي. خو د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوګیاڼی د احمد علي حضرت دغه څرګندونې ردوي، چې ګواکي پاکستاني ځواکونه له کرښې دېخوا راغلي دی. پاکستان هره ورځ لسګونه توغندي د کونړ او ننګرهار په سرحدي ولسوالیو توغوي، خو افغان حکومت یې تر اوسه پر وړاندې کوم ګام نه دی پورته کړی.

Addthis

 




مل پاڼې