پنجشنبه, 02 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



جنرال باجوه: وروستي ترهګریز بریدونه باید د سولې لپاره روانې هڅې زیانمنې نه کړي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
شنبه 29 تله 1396 ساعت 06:15

پاکستان وايي په افغانستان کې وروستي ترهګریز بریدونه باید د سولې لپاره د هڅو لړۍ و نه دروي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه له افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې په وروستیو ترهګریزو بریدونو د پاکستان حکومت خواشینی دی او هغه غندي. د باجوه په خبره دغه ډول بریدونه باید د سولې لپاره روانې هڅې و نه دروي او افغان حکومت او پاکستان به په ګډه په سیمه کې د ثبات د راوستو او سولې لپاره خپلې هڅې جاري ساتي. باجوه ویلي چې حکومت یې په افغانستان کې وروستي ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو غندي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو د تر سره کولو او طرحې ګوته پاکستان ته نیول کېږي. څو ورځې وړاندې د ملي دفاع وزارت ویاند د کندهار د میوند دبرید په اړه وویل، چې دغه برید د سیمې د هېوادونو استخباراتي کړیو پلان کړی و، چې د نوموړي موخه د پاکستان ای ایس ای وه.

Addthis

 




مل پاڼې