پنجشنبه, 02 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



حامد کرزی: امریکا دې په افغانستان کې خپله روانه لوبه پای ته ورسوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
جمعه 28 تله 1396 ساعت 08:52

په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور نه یوازې چې ترهګري له منځه وړې نه ده، بلکې لا یې پیاوړې کړې ده. پخواني ولسمشر حامد کرزي په روسیه کې د والدای په څوارلسم کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې امریکا په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې خبره کوي، خو ددوی په حضور کې نه یوازې دا چې دلته ترهګري له منځه نه ده تللې، بلکې لا پياوړې شوې ده. نوموړي همدا راز ویلي، چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې په سیمه کې خپلې موخې لري. د هغه په وینا څومره چې په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور اوږدېږي دومره به په سیمه کې ستونزې جوړې شي. نوموړي هغه تورونه هم رد کړل چې، ګواکي روسیه له وسله والو طالبانو ملاتړ کوي. د هغه په خبره روسیې د افغانستان په ۱۶ کلنه جګړه کې له وسله والو ډلو هېڅ ډول ملاتړ نه دی کړی، بلکې تل یې د سولې د راوستو هڅه کړې ده. ښاغلي کرزي زیاته کړې، که روسیې له طالبانو ملاتړ کولی، بیا یې نو د سولې لپاره هڅې نه کولې. هغه یو ځل بیا پر امریکا غږ وکړ، چې په افغانستان کې دې خپله روانه لوبه پای ته ورسوي، ځکه جګړې او نظامي اقدامات ثبات نه شي راوستلی.

Addthis

 




مل پاڼې