شنبه, 29 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



تر ۲ زره ډېر امریکايي عسکر افغانستان ته را روانېږي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 02 تله 1396 ساعت 04:08

د راپورونو له مخې د شمالي کارولینا له فورت برګ نظامي اډې ۲۲۰۰ عسکرو افغانستان ته د راتګ تیاری نیولی دی. دغه عسکر به د امریکا د نوې تګلارې پر بنسټ افغانستان ته را لېږل کېږي او د ترهګرۍ ضد جګړه کې به ونډه اخلي. د اسوشټيډ پریس د راپور له مخې یاد ۲۲۰۰ عسکر به په افغانستان کې له هغو ۱۵۰۰ عسکرو سره یو ځای کېږي چې روان کال افغانستان ته را لېږل شوي دي. په فورت برګ نظامي اډه کې روزل شوي عسکر تر ډېره د امریکايي ځواکونو د امنیت، د افغان ځواکونو د روزنې او هوايي ملاتړ په ماموریت کې په مهارتونو سمبال شوي دي. د فورت برګ نظامي اډې عسکر تر ډېره له امریکا بهر فعالیتونه کوي چې همدا یوه اوونۍ وړاندې یې هم یوه ډله عسکر له عراقه بېرته خپلې اډې ته ورستانه شول. دغه عسکر به ۹ میاشتې په افغانستان کې ماموریت تر سره کوي او بیا به په دوره يي توګه بدلېږي.

Addthis

 




مل پاڼې