پور اخیستل؛ له راتلونکو نسلونو سره د ملي یووالي حکومت بل ظلم چاپ
نن په مسیر ورځپاڼه کې   
دوشنبه 27 وږی 1396 ساعت 03:40

د ملي یووالي حکومت له ځېنو نړیوالو بنسټونو پور اخیستل پيل کړي او تازه یې له اسلامي پراختیايي بانک څخه د کابل حلقوي سړک ته ۷۴ میليونه ډالر پور کړي دي.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د افغانستان شرایط پور اخیستو ته چمتو نه دي او دغه هېواد د ټیټ ظرفیت له امله هر کال سلګونه میلونه ډالر وړیا مرستې له لاسه ورکوي، نو څنګه به وکولی شي په سود یا ټکټانه اخیستل شوي پورونه په سمه بڼه ولګوي.

شنونکي زیاتوي، دغه ډول پور اخیستل چې په رڼه ډول د لګېدو هېڅ ډول تضمین یې نشته، د افغانستان له راتلونکو نسلونو سره خیانت او پر هغوی اضافي بار دی.

د اقتصاد کارپوه محب الله شریف وايي، د پور اخیستلو ټول شرایط باید واضح وي. دغه راز موضوع او پروژه یې روښانه او د لګېدو د ډول په اړه یې باید روڼتیا موجوده وي.

نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل، په افغان حکومت کې شته فساد او د حساب ورکونې او څار د سیسټمونو نشتوالی هغه اندېښنې لا زیاتوي، چې دغه پور د افغانستان لپاره د ګټې پر ځای په زیان تمامېدلی شي.

د شریف په باور په نړۍ کې نور بانکونه معمولاً په ډېره لوړه ټکټانه یا سود سره پورونه ورکوي؛ خو اسلامي بانکونه یې اسلامي هېوادونو ته یا په لږه ټکټانه یا هم په ځېنو نورو شرایطو ورکوي، چې د کابل د حلقوي سړک لپاره د اخیستل شوي پور په اړه نور معلومات هم باید حکومت له خلکو سره شریک کړي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمېسیون غړی اکبر ستانکزی وايي، افغان حکومت خپله پراختیايي بودجه پر وخت نه شي لګولی، نو څنګه به په سود اخیستل شوی پور پر یوه پروژه پر وخت ولګولی شي.

نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل، په حکومت کې د مدیریت ضعف ته په کتو دغه پور پر راتلونکو نسلونو یو اضافي بار او له هغوی سره خیانت دی.

ستانکزی وايي، لسګونه نړیوال بنسټونه له وروسته پاتې هېوادونو سره په پراختیايي برخو کې سلګونه میليونه ډالره مرستې کوي، خو افغانستان ته تيارې راغلې پيسې په سم ډول نه شي لګول کېدای.

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد عزت الله ستانکزی وایي، افغانستان هر کال لسګونه میلونه ډالر هغه بلاعوضه مرستې د فساد له امله له لاسه ورکوي، چې نړیوال بنسټونه یې وروسته پاتې هېوادونو ته ورکوي.

نوموړي مسیر ورځپاڼې ته وویل، د ملي یووالي حکومت دا وړتیا نه لري، چې د پور په نامه د اخیستل شویو پیسو په لګولو کې د روڼوالي ډاډ ورکړي.

د هغه په باور په حکومت کې دا مهال عملاً پروژې پلورل کېږي او د پروژې د اصلي قیمت درېیمه برخه هم پر پروژه نه لګېږي.

د ماليې وزارت د ګمرکونو او عوایدو پخواني مرستیال ګل مقصود ثابت هم پر خپل فېسبوک، په اوسنیو شرایطو کې د حکومت له لوري پور اخیستل له راتلونکو نسلونو سره خیانت بللی دی.

هغه ویلي، لومړی باید په رڼه ډول د دې پیسو د لګولو تضمین موجود وي او له هغه وروسته دې پور واخیستل شي.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې هغه څلور اویا میليونه ډالر چې افغان حکومت له اسلامي پراختیايي بانک څخه په پور اخیستي، د کابل پر حلقوي سړک لګول کېږي او په وینا یې په دې سره به په کابل ښار کې د امنیتي ستونزو تر څنګ د ګڼې ګوڼې ستونزې هم هوارې شي.

Addthis