شنبه, 29 تله 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د ولسمشر فرمان: د امنيتي او قضايي بنسټونو غړي د گوندونو غړيتوب نشي اخيستی پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
يكشنبه 26 وږی 1396 ساعت 10:30

هغه حکومتي مامورین په سیاسي فعالیتونو کې د برخه اخیستو حق نه لري چې په حکومت کې دنده لري. ولسمشر د یوه ځانګړي فرمان له مخې امر کړی، چې د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، ملي امنیت ریاست، لویې څارنوالۍ، سترې محکمې او دې ته ورته ادارو کارکوونکي باید په هېڅ سیاسي ډلې پورې تړلې نه وي او په خپلو چارو کې بې طرفي په پام کې ونیسي. ولسمشر همدا راز ویلي، چې د یادو ادارو کارکوونکو د سیاسي ګوندونو د فعالیت په صورت کې باید له دغو ګوندونو خپله رسمي استعفا وړاندې کړي او له ګوندونو سره د اړیکو ددوام په صورت کې باید تر قضايي تعقیب لاندې ونیول شي. د فرمان له مخې هغه کسان په سیاسي غونډو، فعالیتونو او اعتصابونو کې هم برخه نه شي اخیستی چې په حکومت کې فعاله دنده لري. ولسمشر ویلي، موخه یې دا ده، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکې او همدا راز قضايي ادارې غیر سیاسي او قانون ته ژمنې شي.

Addthis

 




مل پاڼې