پنجشنبه, 02 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



نشنل انټرسټ: د افغانستان سولې ته باید سیمه ییزه همغږي رامنځ ته شي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 23 وږی 1396 ساعت 03:21

امریکا کولی شي د پنځو ټکو په مراعات کولو سره په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ کړي. نشنل انټرسټ په یوه مقاله کې لیکلي، چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلاره جوړه شوې ده او اوس یې د عملي کولو وخت دی. د نشریې په باور امریکا کولی شي له څو مهمو ټکو په استفادې ځان په افغانستان کې سولې او ثبات ته ورسوي. ورځپاڼې لومړنی ګام دا ښودلی چې امریکا دې د افغانستان اقتصادي، سیاسي او امنیتي اوضاع ته په کتو ګام پورته کړي او دا برخې دې پیاوړې کړي. همدا راز دې له پاکستان سره چې هم د ترهګرو ملاتړی دی او هم په سوله کې رول لرلی شي، خبرې وشي. د سیمې له هېوادونو سره دې خبرې وشي چې د سولې ملاتړ وکړي او یوه همغږي رامنځ ته شي. په سیمه کې د هند او پاکستان تر منځ سوله وشي او که دا کار نه کېږي ددې دواړو هېوادونو تر منځ دې د ټکر مخه ونیول شي. همدا راز دې په افغانستان کې د امریکا مېشت متحدین د سولې لپاره یو مشخص او ځانګړی مسیر تعقیب کړي. د نشریې په باور د افغانستان جګړه اوږده جګړه شوه او که امریکا په رښتیا غواړي چې دغه جګړه پای ته ورسېږي نو د پورته مواردو عملي کول ددې جګړې په پای ته رسولو کې مرسته کوي.

Addthis

 




مل پاڼې