پنجشنبه, 02 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



مسعود: د ملي یووالي حکومت مشران د نورو بدو ټاکنو هڅه کوي پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
پنجشنبه 23 وږی 1396 ساعت 03:20

احمد ولي مسعود د ملي يووالي حکومت مشران په افغانستان کې د بدو ټاکنو پر پلانولو تورن کړل او ویې ويل چې که چېرې راتلونکې ټاکنې په روڼتيا سره ترسره نه شي، هېواد به د بحران پر لور ولاړ شي. د احمدشاه مسعود بنسټ او په برېتانيا کې د افغانستان پخواني سفير، په هرات کې يوې خبري ناستې ته وويل چې د احتمالي ناورين د مخنيوي لپاره د ملي وفاق پر طرحه کار کوي. نوموړي د هېواد له ټولو خلکو او سياسي رهبرانو وغوښتل چې د ملي وفاق د پروګرام په اډانه کې داخل شي، څو هېواد له يوه بل بحران سره مخ نه شي. مسعود د ملي وفاق طرحې پر عملي کېدو ټينګار وکړ او ویې ويل چې دا طرحه د خلکو له رايې اخيستلو او سياسي ډلو د باور اخيستلو نه وروسته د هېواد د امنيتي، سياسي او اقتصادي ننګونو د حل په برخه کې هڅه کوي. نوموړي وويل، تر هغه چې د هېواد سياستوال يو نه شي او اعتماد جوړونه رامنځته نه شي، د افغانستان اوسنۍ ستونزې به له منځه ولاړې نه شي. مسعود د دولت د وسله والو مخالفينو سره د سولي خبرو لپاره د عالي شورا پر کړنو هم نيوکه وکړه.

Addthis

 




مل پاڼې