پنجشنبه, 30 وږی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



د پاکستان لومړی وزیر: که امریکا د افغانستان په تړاو له موږ غوښتنه ولري (هو) به ووایو پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سپوږمۍ راډیو   
چهارشنبه 22 وږی 1396 ساعت 10:54

د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان په اړه نوې څرګندونې کړې دي. د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي وایي، امریکا تر اوسه د افغانستان په تړاو هېڅ راز غوښتنه نه ده ترې کړې او که یې وکړي نو دوی ارو مرو مرستې ته ورسره تیار دي. د عباسي په وینا پاکستان غواړي په افغانستان کې د سولې په خبرو او مذاکراتو کې خپل نقش ادا کړي، خو امریکا تر اوسه له دوی داسې څه نه دي غوښتي او نه یې هم د افغانستان د مسئلې په تړاو د پاکستان خبرو ته غوږ نیولی دی. لومړي وزیر دا هم ویلي، چې پر ډیورنډ کرښه به امنیتي اقدامات ډير کړي او لېوال دي، چې په دې برخه کې افغانستان او پاکستان ګډې امنیتي ګزمې ولري. ده ټینګار کړی، چې پر ډیورنډ کرښه به اغزن سیم تېروي او که افغان حکومت هم داسې کار وکړي دوی یې هر کلی کوي. عباسي په داسې حال کې دغه څرګندونې کړې چې افغان حکومت پر ډیورنډ ددوی اقدامات غیر قانوني بولي او ډیورنډ ته د فرضي کرښې په سترګه ګوري.

Addthis

 




مل پاڼې