پنجشنبه, 30 وږی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



په کابل کې داعشي حرکات څوک کوي؟! پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
ملتپال   
دوشنبه 20 وږی 1396 ساعت 03:40

کابل هر کال د سنبلې په اتلسمه نېټه د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود د تلین د نمانځنې په ورځ د خورا بې نظمیو، خپلسریو، ډزو او د خلکو د ځورونې شاهد وي. دا ورځ هر کال رخصتي وي او د ځانګړو دولتي مراسمو په ترڅ کې نمانځل کېږي.

په تورو رنګونو لړلي موټر، په تورو او د نظار شورا د وخت په تور، سپین او شین بیرغ پوښلي موټریز کاروانونه، چې پر سر ناست او له کړکیو راوتلي کسان پکې د وسلو ننداره جوړوي، ډزې کوي او په خلکو کې وېره او ترهه خوروي، د دې ورځې او د شهید د اوونۍ ماهیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د مسعود ورځې تر نمانځلو یوه ورځ وړاندې د مسعود بنیاد مشر او د احمدشاه مسعود ورور احمد ولي مسعود په یوه غونډه کې وویل، چې دوی د مسعود له ټولو پلويانو غواړي چې د شهيد اوونۍ په ارامۍ او چوپتيا ونمانځي. مسعود وویل، چې حکومت د وږي په ۱۸ مه نېټه مسؤليت لري، چې د يو شمېر کړيو له خوا د خلکو د ځورولو او اذیت مخه ونیسي.

د مسعود په نامه را وتلو کسانو، د سنبلې په ۱۸مه د کابل ګارنیزیون د قوماندان له خبرداري سره سره هوایي ډزې کولې او په ډېرو مواردو کې پولیسو او امنیتي ځواکونو له تلاشۍ او د وسلو د انتقال له مخنیوي پرته، د دوی پر مخ لارې پرانيستې.

اوس پوښتنه دا ده، دغه کړۍ چې د مسعود بنیاد له خوا د مسعود د پلویانو اړوند نه ګڼل کېږي، څوک دي؟

دا څوک دي، چې د مسعود ورځې د نمانځنې تر نامه لاندې د کابل هغو برخو ته په نمایشي کاروانونو کې ځي، چې هلته د نظار شورا او دې ډلو تر منځ د جګړې ترخې تجربې پاتې دي؟ ولې د حزب اسلامي اړوند قوماندانانو او د پښتنو او هزاره وو په سیمو کې هر کال د دوی تر منځ یا شخړې رامنځته کېږي او یا هم یو بل ته خبرداري ورکول کېږي؟

دلته د حکومت رول څه دی او د تلینونو او عزادارۍ د ورځو د سمبالوونکو رول څه دی؟

د احمد ولي مسعود له څرګندونو داسې برېښي، چې دغه وسله والې نندارې او داعشي حرکات درېیم قوت کوي، چې د احمدشاه مسعود له کورنۍ او د ده د ورځې د نمانځلو له سمبالوونکو سره تړاو نه لري.  د دغو قوتونو یو هدف، چې د سي ای اې د معاش خورو ګومان پرې کېږي، ښايي دا وي، چې په عامه ذهنیت کې تېرې کورنۍ جګړې تداعي کړي. د دې پیغام دا کېدای شي، چې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې، کابل یو ځل بیا د پخوانیو رقیبو ګوندونو او قومونو تر منځ د شخړو، جګړو او رقابتونو پر ډګر بدلېدای شي.

د دغسې حرکاتو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو سکوت، چې د عامه نظم او امنیت د ټینګښت او له بلوا او نظم اخلالوونکو سره د مقابلې مسوولیت ور تر غاړې دی، د حکومت تر ټولو ستره ناکامي ده. تر ټولو وېروونکې صحنه خو دا ده، چې د کابل ګارنېزیون قوماندان وسله ګرځوونکو ته خبرداری ورکوي، خو تر مخ یې له تېرېدونکو تور بیرغو موټرو پکول سپاره ځوانان ډزې کوي.

اوس دا د مسعود بنیاد، د مسعود د کورنۍ، حکومت او د مسعود د تلين د نمانځونکو مسوولیت دی، چې د بلواګرو او نمانځونکو تر منځ بېلتون راولي او سپیناوی وکړي، چې ډزې کوونکي، کوم قوت او کومه کړۍ ده؟

که دا دود نه بدلېږي او په همدې بڼه غځېږي، د مسعود په اړه به عامه او نړیوال تصویر، له همدې بلواوو اخيستل کېږي او دا په حقیقت کې د هغه درناوی نه، بلکې سپکاوی دی.

د مسیر ورځپاڼې د نن تحلیل.
Addthis

 




مل پاڼې