پنجشنبه, 02 ليندی 1396 -

نظر پوښتنه

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ د افغانستان په
 

سوداګریز اعلانات



پر ملکي مرګ ژوبلې غلی حکمتیار پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
سباوون   
دوشنبه 20 وږی 1396 ساعت 03:37

په افغانستان کې د ملکي وګړو ژوند لا هم خوندي نه دی، هره ورځ لسګونو ملکي افغانانو ته په هوايي بریدونو، د ماین چاودنو، وسله والو نښتو او نورو بېلابېلو پېښو کې مرګ ژوبله اوړي. د یوناما د یوه راپور له مخې چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې خپور شوی راغلي، چې د روان ۲۰۱۷ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۶۲ ملکي افغانان وژل شوي او ۳۵۸۱ نور ټپیان شوي دي. په راپور کې ویل شوي چې د ملکي وګړو ډېره مرګ ژوبله په کابل، هلمند، کندهار، ننګرهار، ارزګان، فارياب، هرات، لغمان، کندوز او فراه ولايتونو کې رامنځته شوې ده. بلخوا د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې د روانې (وږي) میاشتې په ۱۴مه په خپل راپور کې ویلي چې په افغانستان کې تېره (اګسټ) میاشت ٢٥٤ ملکي وګړي وژل شوي او ٣٦٦ نور ټپيان شوي دي.

د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه له یادو راپورونو څرګندېږي چې د جګړې یو اړخ هم بشري او د جګړې نړیوال قوانین په پام کې نه نیسي. دغه پېښې ډېری یې عمداً او ځینې یې هم په تېروتنه او تصادفي ډول رامنځته کېږي. په تېرو څو ورځو کې په لوګر، هرات، کندوز او نورو سیمو کې د هوايي بمباریو او بریدونو له امله ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته خو له بده مرغه نه دولت، نه هم کوم سیاسي حزب او سیاستوال او نه هم مدني ټولنو غبرګون وښود، په داسې حال کې چې دغه یو ناورین دی، جنایت دی، له بشر سره دښمني ده، تباهي او نسل کشي ده. د اندېښنې خبره خو دا ده چې هېڅ کورني مسوول لوري د دې غمیزې پر وړاندې مسوولیت نه دی احساس کړی. له امریکایانو سره د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د اختلاف یو مهم لامل همدا د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسئله وه؛ د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې یې جدي غبرګون ښود، پر امریکایانو به یې په یو ډول نه یو ډول فشار راوست چې له دغه کاره لاس واخلي، خو اوسنی حکومت له کله چې رامنځته شوی، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې پر پېښو په ځانګړې ډول پر هغو چې د بهرنیو ځواکونو له خوا رامنځته کېږي، چوپ پاتې شوی او د مخنیوي په اړه یې هم کوم اقدام نه دی کړی. د دې تر څنګ نور مسئول لوري چې سیاسي احزاب او مدني ټولنې دي، هم په دې برخه کې غبرګون نه ښيي؛ جمعیت ګوند خو له پخوا د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب په برخه کې ځان مسئول نه ګاڼه؛ حتی ډېری وخت له بهرنیانو سره په هغو عملیاتو او بریدونو کې شریک هم و او همکاري یې ورسره کوله چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده؛ ځکه د دغه ګوند ډېری غړو له هماغه لومړیو په نظام او په ځانګړې توګه امنیتي ارګانونو کې ځای نیولی و.

بلخوا دغه ګوند قومي بڼه لري، له تاجک ټبره جوړ ګوند دی، په تاجک مېشتو سیمو کې نسبي امنیت دی، نو دوی ځان یوازې خپل قوم او خپلو سیمو ته مسئول ګڼي، که نور هېواد اور هم واخلي په کیسه کې یې نه دی او نه به شي. دغه راز نورو ګوندونو هم یوازې قومي دفاع ته را دانګلي او ملي مسایل یې تر شا پرېيښي دي. استاد سیاف چې یوه وتلې جهادي څېره ده او د یوه ګوند مشر دی، هم تر اوسه د بهرنیو له خوا ملکي وګړو ته پر مرګ ژوبلې اوښتو څه نه دي ویلي، دی هم یوازې تر خپلو شخصي ګټو او د ځان تر خوندیتوبه محدود پاتې شوی دی. خو تر ټولو مهمه دا چې، حزب اسلامي ګوند چې تر ټولو مخکښ جهادي ګوند دی، له ټولو اقوامو جوړ ګوند دی او یو ملي ګوند دی، هم د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله تر ډېره چوپ دی. د دغه ګوند د مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار بیا راتګ ته خلک هیله من وو چې ګوندې د سولې او امنیت په راوستو کې به رغنده ګامونه واخلي، د نظام د سمون لپاره به هڅې وکړي، د بېګناه، بېوزلو او بېځایه شوو د حقونو دفاع به وکړي، قومي او سمتي تعصبونه به ورسره ورک شي، عدالت به ورسره تامین شي او د یوه ملي نظام په جوړښت کې به مرسته وکړي؛ ځکه حزب اسلامي په اوس وخت کې یوازېنی ګوند دی چې پراخ ولسي ملاتړ لري او مشر ته یې هم د یوه با تدبیره مشر په سترګه کتل کېږي، خو له بده مرغه نه یوازې دا چې د خلکو یادې هیلې یې تر اوسه پوره نه کړې، بلکې په هېواد کې پر اوسني روان نا سم وضعیت هم چوپ دی؛ افغانان په ځانګړې توګه پښتانه په بد وضعیت کې دي، هره ورځ په لسګونو وژل کېږي او ټپیانېږي، له تعلیمه بې برخې کېږي، مهاجرت او جګړې ته اړ ایستل کېږي، بې روزګاره کېږي او له سیمو شړل کېږي، خو بیا هم دغه ګوند یې په اړه کوم اقدام ونه کړ، نه یې له حقه دفاع وکړه او نه یې هم د دغه ناورين د مخنیوي لپاره پر حکومت او نړیوالې ټولنې فشار راوست. که حالت په دې ډول دوام ولري او هره ورځ بېګناه ملکي افغانان قرباني وکړي، نه یې حکومت او نه هم سیاسي احزاب، علما، مشران او نور جریانونه یې په دفاع کې راپورته نه شي، لرې نه ده چې افغاني ټولنه به له ورکې او نابودۍ سره مخ شي او بیا به یې پر پښو درول د ناشونتيا تر بريده ستونزمنه خبره وي.

د مسیر ورځپاڼې د نن لیکنه.

 

 

 

 

Addthis

 




مل پاڼې